سپېن٬ ځنكلو كښې د اور لګېدو څخه د مرګونو شمېره 13 ته اورسېده

  مېډرډ۔ 13 جولائي (اے پي پي)  د سبېن سوئېلې ختېز ولايت الميريا كښې په ځنګلو كښې  د اور لګېدو څخه د مرګونو شمېره 13 ته ورسېده۔  دغسې د سيمې لوړ پورو اعلان كړے چې په اور قابو موندلے شوے دے۔ د شهنوا تر مخه   7 ژوبل شوي  اوس هم په روغتونونو كښې  د درملنې لاندې دي چې پكښې د 3 حالت اندېښمند دے ۔ د سپېن سركاري نشرياتي ادارې …

 

مېډرډ۔ 13 جولائي (اے پي پي)  د سبېن سوئېلې ختېز ولايت الميريا كښې په ځنګلو كښې  د اور لګېدو څخه د مرګونو شمېره 13 ته ورسېده۔  دغسې د سيمې لوړ پورو اعلان كړے چې په اور قابو موندلے شوے دے۔ د شهنوا تر مخه   7 ژوبل شوي  اوس هم په روغتونونو كښې  د درملنې لاندې دي چې پكښې د 3 حالت اندېښمند دے ۔ د سپېن سركاري نشرياتي ادارې rtve تر مخه د اور نه په ځپلېے كېدونكو كښې  لويه شمېره د غېر ملكي وګړو ده ۔ د اور نه نزدې 7 زره هېكټر زمكه وسوځېدله ۔  د چارواكو تر مخه  د 10 بې دركه كسانو تر اوسه كوم درك ونه لګېدو ۔ د سېمې انتظاميه ووئېل   د اور شدت كمېدو نه پس  هنګاكي صورتحال كښې كمے راوستلے شو  او پاتي نزدې يو زر كورنيو ته خپلو كورنو ته د تللو اجازه وركړې شوې ٬ دغسې 600 كسانو ته هم د خالي په ورځ  د ستنېدو اجازه وركړې شوې وه    ۔ د اور لګېدو سبب معلومولو لپاره پلټنې روانې دي۔