اسرائيل په مقبوضه بېت المقدس كښې د يهوديانو لپاره د  450 استوګنو جورولو د نوې منصوبې منظوري وركړه

  مقبوضه بېت المقدس۔ 13 جولائي (اے پي پي) مقبوضه بېت المقدس كښې د اسرائيل  د تنظيم و تعميرات ذېلې كمېټۍ د يوې داسې منصوبې منظوري وركړې ده  كومه به چې د فلسطين  په ام لېسون مركز كښې نزدې د 450 استوګنو جوړولو لاره هواره كړي ۔  د اطلاعات مركز فلسطين تر مخه د بشري حقونو لپاره  د كار كونكې تنظيم  ٬٬ عير عميم٬٬  انكشاف كړے دے  چې ټوپوډيانامي كمپنۍ …

 

مقبوضه بېت المقدس۔ 13 جولائي (اے پي پي) مقبوضه بېت المقدس كښې د اسرائيل  د تنظيم و تعميرات ذېلې كمېټۍ د يوې داسې منصوبې منظوري وركړې ده  كومه به چې د فلسطين  په ام لېسون مركز كښې نزدې د 450 استوګنو جوړولو لاره هواره كړي ۔  د اطلاعات مركز فلسطين تر مخه د بشري حقونو لپاره  د كار كونكې تنظيم  ٬٬ عير عميم٬٬  انكشاف كړے دے  چې ټوپوډيانامي كمپنۍ دا منصوبه په وړومبي ځل  2022 كښې وړاندې كړې وه خو د دوو كالو نه تر زياتې مودې  د ځنډ ښكار وه  ځكه چې ذېلې كمېټۍ د دې منصوبې د ختمي منظورۍ نه وړاندې  د منصوبې تر ځائے د تلونكې لارې پراخه كولو شرط ایښودے ؤ  ۔كمپني د دې شرط  تر سره كولو نه قاصر وه  ځكه چې هغې ته د اولسي لارو د پراخه كولو  منصوبې وړاندې كولو  قانوني اختيار تر لاسه نه ؤ  كومې چې د هغې په ملكيت كښې نه راتللې۔   د عمېر عميم نه جاري بيان كښې واضحه كرې شوې  دا خنډ هله لرې شو  چې كله د مقبوضه بېت المقدس قابض بلديه  هم په دې منصوبه كښې د وړاندې كونكې په توګه شامله شوه۔دغې اقدام سره  په مركزي منصوبه كښې د شاملېدو لاره هواره شوه  او د هغې د اندراج په كاروائۍ كښې ولاړ خنډ لرې شو۔ د ام ليسون سيمه  د جبل المكبر او صور باهر نومې كليو ترمينځه ده  او په دې كښې دا مهال  800 كورونه  موجود دي كوم چې يو يا دوه منزله دي۔