د قامي اسمبلۍ سپيكر د قطر پخواني امير شيخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آبادز 03 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پخواني امير شيخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د قطر شوری كونسل سپيكر حسن بن عبدالله الغنيم په نامه  چيټۍ كښې ده د قطر پخواني امير په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره ووئېل د شيخ حمد بن …

 

اسلام آبادز 03 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پخواني امير شيخ حمد بن خليفه آل ثاني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د قطر شوری كونسل سپيكر حسن بن عبدالله الغنيم په نامه  چيټۍ كښې ده د قطر پخواني امير په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره ووئېل د شيخ حمد بن خليفه آل ثاني د قطر لپاره خذمات٬ د اسلامي نړۍ او نړيوال امن لپاره به تل ياد ساتلې شي۔سپيكر د پاكستان پارليمان او اولس لخوا د قطر مشرتابه٬شوری كونسل او اولس سره د غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د پاكستان اولس او پارليمان د غم په دې سخت وخت كښې د قطر مشرتابه او اولس سره بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔د ده وينا وه چې د پاكستان او قطر ورورولۍ اړيكې په شريك احترام او باور اډانه دي۔سپيكر دعا وكړه چې لوي څښتن دې شيخ حماد بن خليفه آل ثاني له لوړې درجې او غم جنې كورنۍ له زغم وركړي

مزید خبریں