اسلام آباد۔13جولائي (اے پي پي)د خارجه وزارت تر سېوري لاندې اسلام آباد كښې د مینګو فیسټیول تابيا وكړې شوه د كوم مقصد چې د پاکستان د آمونو اقسام، معیار او تر نړيوالو منډيانو د دې زياتېدونكې اهميت رامخې ته كول دي ۔ فیسټیول كښې خارجه سېكرټري آمنه بلوچ د خاص مېلمنې په حېث ګدون وكړو ۔ دستوره كښې د خارجه وزارت اعلی چارواكو او د مختلف هېوادونو سفارتي استازو …
د خارجه وزارت تر سېوري لاندې اسلام آباد كښې د مینګو فیسټیول تابيا

مزید خبریں
اسلام آباد۔13جولائي (اے پي پي)د خارجه وزارت تر سېوري لاندې اسلام آباد كښې د مینګو فیسټیول تابيا وكړې شوه د كوم مقصد چې د پاکستان د آمونو اقسام، معیار او تر نړيوالو منډيانو د دې زياتېدونكې اهميت رامخې ته كول دي ۔ فیسټیول كښې خارجه سېكرټري آمنه بلوچ د خاص مېلمنې په حېث ګدون وكړو ۔ دستوره كښې د خارجه وزارت اعلی چارواكو او د مختلف هېوادونو سفارتي استازو ګدون وكړو ۔ په دې موقع ګدون كوونكې د پاکستان د مختلف اقسام آمونو ، د ځانګري خوند او په نړيواله كچه د آمونو د مقبولیت نه خبر كړے شول ۔ د مینګو فیسټیول د لارې د پاکستان زرعي څانګې په خاص توګه د آم پیداوار او برآمدات ته په سفارتي كچه د ودې وركولو هڅه وكړې شوه ۔ فیسټیول كښې غیر ملکي سفارت کارو د پاکستان آمونو د معیار او خوند ستائنه وكړه او دا يې د پاکستان كلتوري و زرعي شناخت مهمه برخه وګرځوله








