پاك پوځ ، د بلوچستان اېف سي  او د پوليس په ګډه’’آپريشن شعبان‘‘روان دے

  اسلام آباد 13 جولائي  (اے پي پي) د پاك پوځ ، اېف سي بلوچستان او  د پوليس په ګډه’’آپريشن شعبان‘‘ روان دے۔  د تازه كارروائيو په مهال نور 5 خارجيان وژلې شوي دې  او دغې نه پس آپريشن شعبان كښې د وژلے شوو ترهه ګرو مجموعي شميره 76 ته ورسيده۔سكيورټي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د فتنه الخوارج په ضد سيمه كښې موثره كارروائي روانه ده ،سكيورټي فورسز د …

 

اسلام آباد 13 جولائي  (اے پي پي) د پاك پوځ ، اېف سي بلوچستان او  د پوليس په ګډه’’آپريشن شعبان‘‘ روان دے۔  د تازه كارروائيو په مهال نور 5 خارجيان وژلې شوي دې  او دغې نه پس آپريشن شعبان كښې د وژلے شوو ترهه ګرو مجموعي شميره 76 ته ورسيده۔سكيورټي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د فتنه الخوارج په ضد سيمه كښې موثره كارروائي روانه ده ،سكيورټي فورسز د اړخه خارجيان په نښه كيږي۔د تازه كارروائيو په مهال نور 5 خارجيان وژلې شوي۔آپريشن شعبان كښې د وژلے شوو ترهه ګرو مجموعي شميره 76 ته رسيدلي،د 5 جولائي نه تر اوسه آپريشن شعبان او نورو انټيلي جنس بيسډ آپريشنز كښې په مجموعي توګه 114 خارجي ترهه ګر وژلې شوي۔سكيورټي  ذريعو ووئيل تر آخري ترهه ګر ختمولو به بلوچستان كښې عمليات روان وي