اسلام آبادز 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په يوه ورځنۍ دوره قطر ته روان شو۔ پخوانے وزيراعظم محمد نواز شريف هم د هغه سره ملګرے دے۔ د پي ايم آفس مېډيا ونګ نه جاري شوي بيان تر مخه وزيراعظم به د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره ملاقات كوي او د قطر پخواني امير شيخ محمد ېن خليفه …
وزيراعظم محمد شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره قطر ته روان شو
اسلام آبادز 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په يوه ورځنۍ دوره قطر ته روان شو۔ پخوانے وزيراعظم محمد نواز شريف هم د هغه سره ملګرے دے۔ د پي ايم آفس مېډيا ونګ نه جاري شوي بيان تر مخه وزيراعظم به د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره ملاقات كوي او د قطر پخواني امير شيخ محمد ېن خليفه آل ثاني په مړينه به د قطر امير ٬ د قطر شاهي كورنۍ او اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كوي ۔ د وزيراعظم دا دوره د قطر شاهي كورنۍ ٬ د قطري اولس او د پاكستاني حكومت او اولس تر مينځه د لسيزو زړو او د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي ۔ نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم د وزيراعظم سره ملګري دي۔









