آپرېشن شعبان كښې د 114 خوارجو ترهه ګرو وژنه د امنيتي ځواكونو د پېشه وره صلاحيتونو ثبوت دے ٬ محسن نقوي

  اسلام آباد ۔13 جولائي (اے پي پي)  د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان  ترهه ګرو خلاف په كامياب ٬٬آپرېشن شعبان٬٬ امنيتي ځوزاكونو ته په زړه پورې  پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ ده پاك پوځ ٬ ايف سي بلوچستان او د پوليس شريك آپرېشن كښې د نورو 5 خوارجو په وژنه د ځواكونو مړانې ته سلام وكړو۔ يو بيان كښې محسن نقوي د ترهه  ګرۍ …

 

اسلام آباد ۔13 جولائي (اے پي پي)  د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان  ترهه ګرو خلاف په كامياب ٬٬آپرېشن شعبان٬٬ امنيتي ځوزاكونو ته په زړه پورې  پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ ده پاك پوځ ٬ ايف سي بلوچستان او د پوليس شريك آپرېشن كښې د نورو 5 خوارجو په وژنه د ځواكونو مړانې ته سلام وكړو۔ يو بيان كښې محسن نقوي د ترهه  ګرۍ خلاف په موثره زمكيزه او فضائي كاروائيو د امنيتي ځواكونو د پېشه وره صلاحيتونو ستائننې كولو سره  ووئېل د ګران هېواد نه  د فتنه الهندوستان ترهه ګرو تر پشپره خاتمې به  جنګ روان وي ۔ ده ووئېل  د بلوچستان امن تباه كوونكي درندګان اوس د عبرت داستان جوړېږي  ٬ د بلوچستان په خاوره د بې ګناه خلقو وينه بهيونكې د كوم رعايت مستحق نه دي۔ محسن نقوي ووئېل آپرېشن شعبان او  نورو په استخباراتي بنياد كړو  عملياتو كښې  تر اوسه 114 خوارجي ترهه ګر وژل د دې خبرې ثبوت دے چې زمونږ ځواكونه ډېر متحرك او پیشه ور دي۔  ده د دې عزم پخلے وكړو  چې ټول قام د ترهه ګرۍ خلاف په دې جنګ كښې  د خپلو ځواكونو سره ولاړ دے۔