اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د واشك ضلعې په ماشكيل سيمه كښی په بې ګناه مزدورانو د ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر آصف علي زرداري ووئيل …
د صدر مملكت د واشك ضلعې په ماشكيل سيمه كښی په بې ګناه مزدورانو د ترهګر بريد سخته غندنه
اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د واشك ضلعې په ماشكيل سيمه كښی په بې ګناه مزدورانو د ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر آصف علي زرداري ووئيل بې ګناه او خواري كښ مزدوران په نښه كول يو ښكاره بربريت دے٬ دا ډول بزدلانه بريدونه د قوم عزم كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګر او د هغوي سهولت كار به قانون ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل رياست به د وګړو د ځان او مال تحفظ له ټول ممكنه اقدامات روان ساتي۔ صدر مملكت شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔









