لاهور۔12جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان واشك ضلعې په ماشكېل سيمه كښی د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد كښې د 5 بې ګناه مزدورانو د وژل كېدو پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې حكومت او امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې ويستلو او د هر وګړي د ځان و مال خوندي كولو عزم لري۔ د اتور په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري …
د وزيراعظم په ماشكېل سيمه كښې د 5 بې ګناه مزدورانو د وژنې پېښې سخته غندنه
لاهور۔12جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان واشك ضلعې په ماشكېل سيمه كښی د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد كښې د 5 بې ګناه مزدورانو د وژل كېدو پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې حكومت او امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې ويستلو او د هر وګړي د ځان و مال خوندي كولو عزم لري۔ د اتور په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره ووئيل بې ګناه مزدوران په نښه كول يوه ناوړه پېښه ده او ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل په پیښه كښی ككړ كسان د كوم رعايت مستحق نه دي۔ وزیراعظم وويل حكومت او امنيتي ادارې هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې ويستلو اود هر وګړي د ځان او مال خوندي كولو عزم لري۔








