د او آئي سي مېرمنو 9 م وزارتي كنفرنس په اولنۍ ورځ تكنيكي غونډه ٬ د كنفرنس د ايجنډې منظوري ٬ مېرمنو لپاره په او آئي سي  پلان آف اېكشن د عملدرآمد جاج

اسلام آباد۔12جولائی  (اے پی پی) د پاكستان په كوربتوب كښې د بشري حقونو د وزارت تر اهتمام لاندې د او آئي سي مېرمنو 9 م وزارتي كنفرنس په اولنۍ ورځ تكنيكي غونډې وشوې۔ دغسې د او آئي سي د غړو هېوادونو وزيرانو ٬ اعلی چارواكو او نړيوالو ادارو ترمينځه د دوه اړخيزه ملاقاتونه لړۍ هم روانې پاتې شوه۔ د اتوار په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري شوي …

اسلام آباد۔12جولائی  (اے پی پی) د پاكستان په كوربتوب كښې د بشري حقونو د وزارت تر اهتمام لاندې د او آئي سي مېرمنو 9 م وزارتي كنفرنس په اولنۍ ورځ تكنيكي غونډې وشوې۔ دغسې د او آئي سي د غړو هېوادونو وزيرانو ٬ اعلی چارواكو او نړيوالو ادارو ترمينځه د دوه اړخيزه ملاقاتونه لړۍ هم روانې پاتې شوه۔ د اتوار په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تكنيكي غونډو په مهال د كنفرنس د ايجنډې منظوري وركړې شوه او مېرمنو لپاره په او آئي سي پلان آف اېكشن د عملدرآمد جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې په اسلامي نړۍ كښې مېرمنو ته په پېښو چېلنجونو ٬  د دوئي سماجي ٬ معاشي او سياسي خود مختاري ٬ تعلیم، صحت، معاشی موقعې، مالی شمولیت،فېصلہ سازۍ كښې مؤثر شركت ٬ ټیکنالوجی او ډیجیټل څانګو كښې د نمائندګۍ په شمول په بېلو چارلو بشپړ غور وكړے شو۔ د او آئي سي مېرمنو 9 وزارتي كنفرنس وزارتي غونډه به سبا د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې كيږي۔ په غونډه كښې به د كنفرنس چیئرمېن شپ په باضابطه توګه مصر څخه پاكستان ته منتقل كړے شي۔ د كنفرنس په پايه كښې به د اسلام آباد اعلاميې او د مېرمنو پرمختګ او دوئي ځواكمنې جوړولو سره د اړوندو قراردادونو منظوري وركولې شي۔ د كانفرنس په موقع وفاقي وزير اعظم نذیر تارړد ايران ٬ ترکیه، مملکت سعودی عرب، مصر، بوسنیا و هرزېګووینا، شام، صومالیه او یمن وزيرانو او اعلی چارواكو او د او آئی سی لېبر سېنټر استازو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل۔ د بېلو هېوادونو پلاويو د او آئي سي مېرمنو وزارتي كنفرنس راروان دوه كلن چيئرمېن شپ په سنبالولو د پاكستان په كردار د باور څرګندونه وكړه او مېرمنې ځواكمنې جوړولو ٬ كورنۍ خېر  ښېګړې ٬ ساجي تحفظ او بشري حقونو ته وده وركولو له يۍ پاكستان سره رابطه كښی د نزدې پاتې كېدو لوظ پخلی وكړو۔