اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د امنيتي ځواكونو د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف مؤثرې كارروايۍ روانې دي٬ په سران ټنګي كښې د تازه كارروائيو په مهال نور 4 خارجيان وژلې شوي دي٬ په آپرېشن شعبان كښې د وژل شوو مجموعي شمېره 71 شوې دهِ د امنيتي سرچينو له مخې 5 جولائي څخه تر دې دمه آپرېشن شعبان او نورو انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز كښې په مجموعي توګه 109 خارجيان وژل شوي …
د پاك پوځ ٬ اېف سي بلوچستان او پوليس ګډ “آپرېشن شعبان” روان دے ٬ نور 4 خارجيان ووژل
اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د امنيتي ځواكونو د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف مؤثرې كارروايۍ روانې دي٬ په سران ټنګي كښې د تازه كارروائيو په مهال نور 4 خارجيان وژلې شوي دي٬ په آپرېشن شعبان كښې د وژل شوو مجموعي شمېره 71 شوې دهِ د امنيتي سرچينو له مخې 5 جولائي څخه تر دې دمه آپرېشن شعبان او نورو انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز كښې په مجموعي توګه 109 خارجيان وژل شوي ي۔ امنيتي سرچينو وئيلي چې د وژل شوو خارجيانو قبضې څخه زيات مقدار كښې ګوله بارود او وسله برآمد كړې شوې ده په كومه كښې چې اېم فور رائفل ٬ اېس جېز ٬ راكټ لانچر ٬ مبائل فونزو او نور سامان شامل دے۔ د وروستي ترهګر تر ختمولو به دا آپرېشن روان ساتلې شي۔










