اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د مسلم ورلډ لیګ عمومي سېكرټري ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسیٰ ته د نشانِ خدمت وركولو منظوري وركړه۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ډاكټر محمد بن عبد الكريم العیسیٰ ته بېن المذاهب هم آهنګۍ ٬ اعتدال پسندۍ ته وده وركولو او د اسلامي نړۍ ترمينځه همكاري مستحكمولو له …
صدر مملكت آصف علي زرداري د ورلډ ليګ عمومي سېكرټري ډاكټر محمد بن عبد الكريم العيسی ته د نشان خدمت وركولو ٬ د نمل اعزازي ډګري ډالۍ كولو منظوري وركړه
اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د مسلم ورلډ لیګ عمومي سېكرټري ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسیٰ ته د نشانِ خدمت وركولو منظوري وركړه۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ډاكټر محمد بن عبد الكريم العیسیٰ ته بېن المذاهب هم آهنګۍ ٬ اعتدال پسندۍ ته وده وركولو او د اسلامي نړۍ ترمينځه همكاري مستحكمولو له د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې د نشان خذمت وركولو منظوري وركړه۔ صدر مملکت د نېشنل یونیورسټی آف ماډرن لېنګوېجز (نمل) لخوا ده ته په اسلاميات او نړيوالو اړيكو كښې د ډاكټرېټ اعزازي ډګري ډالۍ كولو منظوري هم وركړه۔










