د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره ټېلېفوني خبرې ٬ منطقه كښی په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په منطقه كښې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیراعظم په فرېقېنو زور راوړو چې هغوي دې د جون 2026 اسلام آباد مفاهمتی یادښت له مخې په تاؤ تريخوالي …

 

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په منطقه كښې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیراعظم په فرېقېنو زور راوړو چې هغوي دې د جون 2026 اسلام آباد مفاهمتی یادښت له مخې په تاؤ تريخوالي كښې د كمي لاره خپله كړي او د تحمل څرګندونه دې وكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د شخړو حل او منطقه كښی تلپاتي امن او استحكام لپاره مذاكرات او سفارتكاري يوازينۍ لاره ده۔ نائب وزيراعظم په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د پاكستان لخوا د تعميري كردار روان ساتلو عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو يو بل سره نزدې رابطه كښی په پاتې كېدو اتفاق هم وكړو۔

مزید خبریں