نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د لارډ عامر سرفراز ملاقات ، برطانیه كښې مېشته پاكستانۍ كميونټۍ سره په اړوندو چارو بريفنګ

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره لارډ عامر سرفراز ملاقات وكړو۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې لارډ عامر سرفراز په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د نائب وزير اعظم د پرله پسې او فعاله كردار ستائنه وكړه۔ ده برطانيه كښې مېشته كميونټۍ سره په اړوندو چارو نائب وزيراعظم ته بريفنګ …

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره لارډ عامر سرفراز ملاقات وكړو۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې لارډ عامر سرفراز په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د نائب وزير اعظم د پرله پسې او فعاله كردار ستائنه وكړه۔ ده برطانيه كښې مېشته كميونټۍ سره په اړوندو چارو نائب وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔دواړو لارښودو د برطانيه په بدلېدونكي سياسي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیراعظم د پاكستان او برطانيه ترمنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل په برطانيه كښې مېشته پاكستاني تاركين وطن ٬ په خاص توګه د لارډ عامر سرفراز په څير نوموړي پارليماني غړي د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوط پل حېثيت لري۔ نائب وزیراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې بهرني هېواد كښې مېشته پاكستاني كميونټي به په راتلونكي كښې هم د پاكستان او برطانيه ترمينځه اولسي تړون ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركولو كښې رغندنه كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں