اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) نائب وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګرد هېواد كښې د چينو د شتون جاج اغستلو او صارفينو لپاره قيمتونو كښې استحكام باوري كولو له د خالي په ورځ دلته د اعلی كچې يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې د نېشنل فوډ سېكورټي وزارت د خوراك صوبائي محكمې په مرسته كمېټۍ ته په هېواد كښی د چينو د اوسنو …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د چينيو شتون او بيعو استحكام په اړه غونډه
اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) نائب وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګرد هېواد كښې د چينو د شتون جاج اغستلو او صارفينو لپاره قيمتونو كښې استحكام باوري كولو له د خالي په ورځ دلته د اعلی كچې يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې د نېشنل فوډ سېكورټي وزارت د خوراك صوبائي محكمې په مرسته كمېټۍ ته په هېواد كښی د چينو د اوسنو زېرمو ٬ د پېداوار تخمينو او ماركيټ كښې د بيعو رجحاناتو په اړه بريفنګ وركړو۔ كمېټۍ د چينو په شتون او د رسنې په صورتحال د اطمينان څرګندونه وكړه۔ غونډې ته خطاب كښې نائب وزيراعظم د چينو پرله پسې رسنه او صارفينو له په مناسب بيعو ددې شتون باوري كولو حكومتي عزم تكرار كړو۔ ده ووئيل د ذخیرہ اندوزی كوونكو په ضد به زېرو ټالرنس پالېسي كارولې شي۔ په غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير رانا تنوير په شمول د اړوندو ادارو اعلی چارواكو او د صوبائي حكومتونو اعلی استازو ګډون وكړو۔









