افغانستان ٬ د ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه ٬ 6 كسان مړه ٬ 8 ټپيان

کابل ۔11جولائی(اے پی پی) د افغانستان په ختيز ولايت ننګرهار كښې د مسافر ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه كښې 6 كسان مړه او 8 نور ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې پېښه د پچيراګام اولسوالۍ په غرئيزه سيمه مرغي كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډے بې قابو كېدو سره سړك څخه لاندې …

کابل ۔11جولائی(اے پی پی) د افغانستان په ختيز ولايت ننګرهار كښې د مسافر ګاډي ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه كښې 6 كسان مړه او 8 نور ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې پېښه د پچيراګام اولسوالۍ په غرئيزه سيمه مرغي كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډے بې قابو كېدو سره سړك څخه لاندې پرېوتو۔ په حق رسېدليو كښې 4 مېرمنې هم شاملې دي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې ژوبل شوي فوري طبي مرستې لپاره د اولسوالۍ يو طبي مركز ته منتقل كړې شوي دي۔ چارواكو د پېښې علت معلومولو له نورې پلټنې پېل كړې دي۔