اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) په بلوچستان كښې د پاک پوځ ، اېف سی بلوچستان او پولیس ګډ ’’آپرېشن شعبان‘‘ روان دے او په تازه كارروائيو كښې نور 9 خارجيان وژلې شوي دي۔ د امنيتي سرچينو له مخې د امنيتي ځواكونو د فتنة الخوارج ترهګرو په ضد مؤثره كارروايۍ روانې دي ، په تازہ کارروائيو كښې نور 9 خارجيان وژلې شوي دي چې ورسره په آپرېشن شعبان كښې د وژلې شوو …
د پاک پوځ ، اېف سی بلوچستان او پولیس روان’’آپرېشن شعبان‘‘ كښې نور 9 خارجيان ووژل شول
اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) په بلوچستان كښې د پاک پوځ ، اېف سی بلوچستان او پولیس ګډ ’’آپرېشن شعبان‘‘ روان دے او په تازه كارروائيو كښې نور 9 خارجيان وژلې شوي دي۔ د امنيتي سرچينو له مخې د امنيتي ځواكونو د فتنة الخوارج ترهګرو په ضد مؤثره كارروايۍ روانې دي ، په تازہ کارروائيو كښې نور 9 خارجيان وژلې شوي دي چې ورسره په آپرېشن شعبان كښې د وژلې شوو ترهګرو شمېره 52 ته رسېدلې ده۔د امنيتي سرچينو له مخې 5 جولائي څخه تر دې دمه په آپرېشن شبعان او نورو انټېلي جنس بېسډ عملياتو كښې په مجموعي توګه 88 خارجيان وژل شوي دي۔ د امنيتي سرچينو وېنا ده چې د وروستي ترهګر تر ختمولو به بلوچستان كښې آپرېشن شعبان روان وي۔











