د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې بېن الوزارتي غونډه ، اقتصادي سفارتكارۍ ته وده وركولو له د روانو هڅو جاج واغستے شو

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د اقتصادی سفارت کارۍ ودې لپاره د روانو هڅو جاج اغستلو له د بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د پاكستان معيشت ته وده وركولو له په نړيواله او سيمه ايزه كچه د هڅو لا تندولو په  اهميت زور راوړو په كومو كښی چې په …

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د اقتصادی سفارت کارۍ ودې لپاره د روانو هڅو جاج اغستلو له د بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د پاكستان معيشت ته وده وركولو له په نړيواله او سيمه ايزه كچه د هڅو لا تندولو په  اهميت زور راوړو په كومو كښی چې په نړيوالو معيارونو او ذمه وارو په زړه پورې عملدرآمد هم شامل دے۔ نائب وزيراعظم تلپاتي اقتصادي استحكام لپاره دحكومت د عزم پخلي كولو سره ټولو ډلو ته په دې لړ كښې د هڅو لا تندولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوہ، خارجه سېكرټري ٬ د كابينه ډويژن سېكرټري او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں