اسلام آباد 11جولائي(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي ميرمني،ماشومان او ځوانان د پرمختيائي تګلاري محور جوړولو سره مونږ مساوي او كوټلي سباؤن جوړولې شو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څركندونه د آبادۍ نړيوالې ورځې په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ده ووئيل نن ورځ كومه چې سږ كال’’ د ځوانانو هيلو له د حقيقت شكل وركول-نن او سبا لپاره …
ميرمني،ماشومان او ځوانان د پرمختيائي تګلارې محور جوړولو سره مونږ مساوي او كوټلي سباؤن جوړولې شو: د صدر مملكت آصف علي زرداري د آبادۍ نړيوالي ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 11جولائي(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي ميرمني،ماشومان او ځوانان د پرمختيائي تګلاري محور جوړولو سره مونږ مساوي او كوټلي سباؤن جوړولې شو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څركندونه د آبادۍ نړيوالې ورځې په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ده ووئيل نن ورځ كومه چې سږ كال’’ د ځوانانو هيلو له د حقيقت شكل وركول-نن او سبا لپاره ‘‘ په سرخط سره لمانځلے كيږي، د نړيوالي ورورولۍ سره په ګډه د دې عزم پخلے كوو چې مونږ به يوه داسې ټولنه جوړه كړو چرته چې هر وګړي ته د وقار لرونكي ژوند، صحت سهوليات او يو ډول موقعې ترلاسه وي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د ځوانانو او صلاحيت لرونكي آبادۍ څخه ډك هېواد دے،زمونږ 65 فيصده څخه د زياتو وګړو عمرونه 30 كلونو څخه كم دې كوم چې د قامي پرمختګ لپاره يو غير معمولي موقع وركوي۔ده ووئيل كه زمونږ ځوانانو له معياري تعليم، صحت سهوليات، فني پوهه او د روزګار مناسب موقعې وركړې شي نو هغه يو موثره آبادياتي اثاثه ثابتيدے شي كوم به چې معاشي پرمختګ، جدت او سماجي سوكالۍ له نوې سرعت وركړي۔











