صدر آصف علي زرداري د آپرېشن شعبان په كاميابۍ پاك پوځ،اېف سي او بلوچستان پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړي

  اسلام آباد 10 جولائي  (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د فتنه الخوارج په ضد د آپريشن شعبان په كاميابۍ پاك پوځ، ايف سي او بلوچستان پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت ووئيل آپريشن شعبان يو ځل بيا ثابته كړه چې زمونږ امنيتي ځواك د هر ډول خطر مخنيوي بشپړه صلاحيت لري۔ده …

 

اسلام آباد 10 جولائي  (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د فتنه الخوارج په ضد د آپريشن شعبان په كاميابۍ پاك پوځ، ايف سي او بلوچستان پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت ووئيل آپريشن شعبان يو ځل بيا ثابته كړه چې زمونږ امنيتي ځواك د هر ډول خطر مخنيوي بشپړه صلاحيت لري۔ده ووئيل د پاكستان په ضد پراكسي عناصر استعمالوونكي به خپلو ناوړه مقصدونو كښې بريالي نشي، قامي عزم د هر سازش څخه زيات قوي دے۔ده ووئيل هند او ځائي نور هېوادونه د پاكستان دښمن عناصرو او پاكستان ادارو او اوسنو سفارتي كاميابو ته زيان رسولو لپاره هېواد دښمنه عناصر د كرايې قاتلانو په توګه استعمالولو سره زمونږ حوصلے كمزوري كول غواړي۔صدر مملكت ووئيل مونږ د پاكستان اوسنۍ كاميابۍ به تر منطقي نتيجې رسوو او ترهه ګرۍ له به هم د اولسي مرستي سره ماتې وركوو او د هېواد د دفاع به كومه سودا كولې نه شي۔ ده ووئيل رياست به د ترهه ګرۍ ناسور له په هر قيمت ماتې وركوي۔

مزید خبریں