د افغان طالبان پالېسيو او هرات كښې د کرېك ډاؤن په ضد د كاناډا پشمول بېلو هېوادونو كښې احتجاجي مظاهرې روانې دي

  اوټاوا 10 جولائي (اے پي پي) د افغان طالبان پالېسيو او په هرات كښې د کرېك ډاؤن په ضد د كاناډا پشمول بېلو هېوادونو كښې احتجاجي مظاهرې روانې دي۔ په كاناډا كښې د وېمنز موومنټ فار فريډم ترسېوري لاندې په احتجاجي مظاهره كښې د بشري حقونو تنظيمونو٬ افغان مېرمنو او د حقوق نسواں كاركنانو ګډون وكړو او نړيوالې ورورولۍ څخه ئې په افغانستان كښې د مېرمنو د صورتحال نوټس …

 

اوټاوا 10 جولائي (اے پي پي) د افغان طالبان پالېسيو او په هرات كښې د کرېك ډاؤن په ضد د كاناډا پشمول بېلو هېوادونو كښې احتجاجي مظاهرې روانې دي۔ په كاناډا كښې د وېمنز موومنټ فار فريډم ترسېوري لاندې په احتجاجي مظاهره كښې د بشري حقونو تنظيمونو٬ افغان مېرمنو او د حقوق نسواں كاركنانو ګډون وكړو او نړيوالې ورورولۍ څخه ئې په افغانستان كښې د مېرمنو د صورتحال نوټس اخستو اپيل وكړو۔مظاهرينو په افغانستان كښې د انجونو تعليم په سمدستي توګه بحالۍ ٬ د مېرمنو په ضد د صنفي امتياز خاتمې او د بنيادي بشري حقونو د تحفظ مطالبه كولو سره “تعليم ټولو لپاره” او د “صنفي تفريق خاتمه وکړۍ” نعرے وهلې۔ مظاهرچيانو ووئيل چې د افغان طالبانو لخوا په مېرمنو بندېزونه د دوي د بنيادي حقونو سلب كولو يوه كړۍ ده او دا بنديزونه ختمول د وخت اهم ضرورت دے٬ په دې موقع د ځېنې ماهرينو په حواله ووئيل شول چې د افغانستان دننه او بهر هېواد كښې د طالبانو مخالف رامخې ته كېدونكې مزاحمتي هڅې د طالبان حكومت اولسي حمايت او د بشپړه كنټرول په ادعاګانو سوالونه پورته كړي۔ د دې ماهرينو له مخې د بشري حقونو خلاف ورزۍ٬ معاشي ستونزې او په نړيواله كچه سفارتي تنهائي طالبان حكومت لپاره لوے چېلنجز دي او په احتجاجي مظاهرو كښې لګولې شوې نعرې د طالبان د سختو پاليسو، د حجاب په نامه ګرفتارۍ او د بنيادي بشري قانون خلاف ورزو په ضد د سخت اولسي ردعمل عكاسي كوي