وزيراعظم منګي ډېم پوليس سټېشن پېښې څخه وروستو په كامياب آپرېشن كولو پاك پوځ ٬ اېف سي او بلوچستان پوليس ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د منګي ډېم پوليس سټېشن پېښې څخه وروستو په كامياب آپرېشن شعبان كولو پاك پوځ ٬ اېف سي او بلوچستان پوليس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د فتنة الخوارج خلاف په ګرېنډ آپرېشن كښې تر دې دمه د 75 ترهګرو وژل د فورسز د اعلی پیشه ور صلاحيت ښكاره ثبوت دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …

 

اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د منګي ډېم پوليس سټېشن پېښې څخه وروستو په كامياب آپرېشن شعبان كولو پاك پوځ ٬ اېف سي او بلوچستان پوليس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د فتنة الخوارج خلاف په ګرېنډ آپرېشن كښې تر دې دمه د 75 ترهګرو وژل د فورسز د اعلی پیشه ور صلاحيت ښكاره ثبوت دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د امنيتي ځواكونو د مړانې ستائنه كولوسره ووئيل چې په سختو غرئيزو سيمو كښې آپرېشن كولو له د ځواكونو تګلاره د ستائنې وړ ده۔ هغه په خضدار كښی په پوليس سټېشن د ترهګرو بريد په تمبولو د پاك پوځ او اېف سي ډلو كارروائي ستائلو سره ووئيل چې د فتنة الخوارج تر بشپره خامې به د امنيتي ځواكونو او قوم په كلك عزم كښې هېڅ كمې رانشي۔ ده وئيل د بلوچستان امن ته د زيان رسولو هر سازش به ناكامه كولې شي۔ ټول قام د خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو په شا ولاړ دے

مزید خبریں