بېنكونه دې په ترجيحي څانګو په خاص توګه اېس اېم اي سېكټر ته زيات پورونه وركړي: وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امر كړے دے چې بېنكونه دې په ترجيحي څانګو په خاص توګه اېس اېم اي سېكټر لپاره زيات پورونه وركړي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په پاكستان كښې جد اېکسېس ټو فائنانس ودې په اړه د اعلی كچې غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وزيراعظم ته په …

 

اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امر كړے دے چې بېنكونه دې په ترجيحي څانګو په خاص توګه اېس اېم اي سېكټر لپاره زيات پورونه وركړي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په پاكستان كښې جد اېکسېس ټو فائنانس ودې په اړه د اعلی كچې غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وزيراعظم ته په اېکسېس ټو فائنانس پلان بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ له مخې د وړې او منځنۍ درجې كاروبار (اېس اېم ایز)، زراعت، برآمدات، قابل تجدید توانان، هاؤسنګ او آئی ټی څانګو له آسان قرضونو او كرېډټ ته لاس رسي زياتول د پلان مركزي نكته ده۔ وزیراعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل د پاکستان تلپاتي معاشي پرمختګ لپاره بېلو څانګو ته په آسانو شرطونو آسانۍ وركول ضروري دي ، اېس اېم ای سېکټر د هېواد د معيشت د ملا تير حېثيت لري۔ ده امر وكړو چې بېنكونه دې په ترجيحي څانګو په خاص توګه اېس اېم اي سېكټر لپاره زيات پورونه وركړي۔ وزیراعظم ووئيل په اېکسېس ټو فائنانس پلان پېشرفت سره د اړوندې مياشتنيزې جائزه غونډې صدارت به زه پخپله كوم۔ وزيراعظم ته ووئيلې شو چې د نجی څانګې په قرضونو كښې د اېس اېم ايز سېكټر برخه 7 فيصد څخه زياتولو سره په دوه كلونو كښې د 10 فيصد كولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د بريفنګ له مخې د اېس اېم ايز څانګه كښې قرضونو څخه د استفاده كوونكو شمېره 310,000 څخه زياتولو سره په راتلونكو دوه كلونو كښې د 750,000 كولو هدف ټاكلے شوے دے۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم/ اسحاق ډار، وفاقی وزيرانو رانا تنویر حسین، اعظم نذیر تارړ، احد خان چیمه، اورنګزېب، عطاء تارړ، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، خاص مرستيال هارون اختر، د سټېټ بنك ګورنر جمیل احمد، د پاکستانی بنكونو صدرانو ٬ سی ای اوز، صوبائی چیف سېکترانو او اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں