اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نړيوال بېنك د بجلۍ ترسيل نظام بهترۍ له پاكستان لپاره د 375.9 ملين ډالرو مالي مرستې منظوري وركړې ده۔ د نړيوال بېنك لخوا د جاري بيان له مخې د بېنك د بورډ آف اېګزېکټو ډائرېکټرز د جمعې په ورځ د ګرډ اسټېبلېټي انهانسمنټ پراجېکټ لپاره د 375.9 ملين ډالرو مالي معاونت رسمي منظوري وركړه٬ دا منصوبه د لس كلن پروګرام د وړومبي …
نړيوال بېنك د بجلۍ ترسيل نظام ښه كولو له پاكستان ته د 375.9 ملين ډالرو وركولو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نړيوال بېنك د بجلۍ ترسيل نظام بهترۍ له پاكستان لپاره د 375.9 ملين ډالرو مالي مرستې منظوري وركړې ده۔ د نړيوال بېنك لخوا د جاري بيان له مخې د بېنك د بورډ آف اېګزېکټو ډائرېکټرز د جمعې په ورځ د ګرډ اسټېبلېټي انهانسمنټ پراجېکټ لپاره د 375.9 ملين ډالرو مالي معاونت رسمي منظوري وركړه٬ دا منصوبه د لس كلن پروګرام د وړومبي پړاٶ په توګه پېل كېږي چې مقصد ېې په هېواد كښې د بجلۍ د ترسيل نظام په عصري بنيادونو اودرول ، د بجلي بندش كښې كمې راوستل او د تجديد وړ توان زيات موثره انضمام ممکن كول دي٬ دا منصوبه به د بوسټنګ انرجي سکيورټي تھرو ټرانسمېشن اِن پاکستان ( پاك بېسټ ) د ملټي فيز پروګراميټک اپروچ له مخې نافذ كولې شي٬ د دې بنيادي مقصد د بجلۍ قامي ترسيلي نظام مضبوطول او پاکستان يو زيات باوري٬ موثره او د تل پاتې بجلۍ څانګې پلو په منتقل كولو كښې مرسته كول دي۔ پاکستان كښې د نړيوال بېنك کنټري ډائريکټر بولورما اماګابازر ووئيل پاكستان ته پېښې د توان مسئلې مجموعي معاشي استحكام سره ژور تعلق لري٬ جديد ټرانسمثشن ټيکنالوجۍ كښې سرمايه كارۍ سره به د بجلۍ لګښت كښې كمې راشي٬ د قامي ګرد كاركردګي به بهتر شي او د تجديد وړ توان د زيات استعمال لاره به هواره شي








