واشنګټن 10 جولائي (اے پي پي) په غزه كښې د فلسطيني وګړو په لويه كچه د نسل كشۍ نه وروسته اسرائيل لپاره د امريكائي وګړو په ملاتړ كښې په تندۍ سره كمې راغلې دې۔ الجزيره د يوې نوې سروے حواله وركولو سره ويلي چې د غزه جنګ نه وروسته د امريكې وګړو اسرائيل لپاره په ملاتړ كښې ښكاره كمې راغلې دې او فلسطينيانو سره د دوي په رويه كښې …
اسرائيل لپاره د امريكائي وګړو په ملاتړ كښې په تندۍ سره كمې راغلې دے: سروے رپورټ

مزید خبریں
واشنګټن 10 جولائي (اے پي پي) په غزه كښې د فلسطيني وګړو په لويه كچه د نسل كشۍ نه وروسته اسرائيل لپاره د امريكائي وګړو په ملاتړ كښې په تندۍ سره كمې راغلې دې۔ الجزيره د يوې نوې سروے حواله وركولو سره ويلي چې د غزه جنګ نه وروسته د امريكې وګړو اسرائيل لپاره په ملاتړ كښې ښكاره كمې راغلې دې او فلسطينيانو سره د دوي په رويه كښې كوم لوے بدلون نه دې راغلې ۔ د سروې له مخې په كال 2022 كښې 67 فيصده امريکائي وګړو د اسرائيلو د ملاتړ جذبات لرل اوس د دغه جذباتو ساتونكو وګړو تناسب كمېدو سره 52 فيصده پاتې شوے دے۔ په سروے كښې دا هم وليدل شول چې د امريكې د وګړو اكثريت د اسرائيل حکومت، فلسطيني اتھارټۍ او د فلسطيني عسکريت پسندو په اړه منفي خيالات لري، په دې وروستيو كښې د امريكائي وګړو د اسرائيل حكومت په اړه په منطقي خيالاتو كښې په تندۍ سره اضافه شوې ده









