اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نړيوال امن٬ سلامتيا او د سوكالۍ ودې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قراردادونو مؤثر او بشپړ عملدرآمد، د نړيوال قانون او نړيوالو لوظنامو احترام ضروري ګرځولے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديد ربيکا ګرين سپين …
د سلامتي کونسل په قراردادونو مؤثر عملدرآمد، د نړيوال قانون او لوظنامو احترام ضروري دے: د وزيراعظم ربيکا ګرين سپين سره په ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نړيوال امن٬ سلامتيا او د سوكالۍ ودې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قراردادونو مؤثر او بشپړ عملدرآمد، د نړيوال قانون او نړيوالو لوظنامو احترام ضروري ګرځولے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل چوكۍ لپاره كانديد ربيکا ګرين سپين په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم ګڼ اړخيزه مرستې لپاره د پاکستان د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره د ملګرو ملتونو منشور مقاصدو او اصولو ودې او پالنې لپاره د پاکستان د تل پاتې عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم نړيوال امن٬ سلامتيا او د سوكالۍ ودې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قراردادونو مؤثره او بشپړه عملدرآمد، د نړيوال قانون او نړيوالو لوظنامو احترام ضروري وګرځولو۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو درې بنيادي ستنو امن و سلامتيا، پرمختګ او په بشري حقونو كښې د متوازن پيشرفت په ضرورت زور رواړو۔ ده په خاص توګه په نړيواله پرمختيائي اېجنډا موثره عملدرآمد او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره د نړيوالې مرستې لا قوي كولو په اهميت رڼا واچوله۔ ربيکا ګرين سپين په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د اوږدې مودې او د قدر وړ كردار ستائنه كولو سره د اوسني سيمه ايز امن ودې لپاره د پاكستان د ګټورو هلو ځلو هم ستائنه وكړه۔(









