اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو د خيال ساتلو ، د سلامتي كونسل په قراردادونو د عملدرآمد او د نړيوال امن٬ سلامتيا او سوكالۍ ودې لپاره د نړيوال قانون او لوظنامو احترام كولو له د پاكستسان د مستقل او غېر متزلزل عزم پخلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …
وزيراعظم سره ميکي سال وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو د خيال ساتلو ، د سلامتي كونسل په قراردادونو د عملدرآمد او د نړيوال امن٬ سلامتيا او سوكالۍ ودې لپاره د نړيوال قانون او لوظنامو احترام كولو له د پاكستسان د مستقل او غېر متزلزل عزم پخلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل د چوكۍ كانديد مېکي سال په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي٬ وزيراعظم د ميکي سال هركلي كولو سره ګڼ اړخيزه مرستې لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلې وكړو او په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار لپاره يۍ د پاکستان د مضبوط او غېر متزلزل ملاتړ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم هيله ولرله چې د ملګرو ملتونو راتلونكي قيادت به د ادارې درې بنيادي ستنې يعنې نړيوال امن و سلامتيا، ترقۍ او بشري حقونه په متوازن ډول كښې مخ په وړاندې بوتللو لپاره موثر كردار ولوبوي۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پاسدارۍ، د سلامتي كونسل په قراردادونو من و عن عملدرآمد او نړيوال امن٬ سلامتيا او د سوكالۍ ودې لپاره د نړيوال قانون او لوظنامو احترام په اړه د پاكستسان د مستقل او غېر متزلزل عزم پخلې وكړو٬ ميکي سال ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د اوږدې مودې او د قدر وړ خدماتو ستائنه كولو سره د نړيوال امن ودې لپاره په جاري هلو ځلو كښې د پاكستان د قيادت د ګټور كردار ستائنه وكړه









