د ګلګت بلتستان تعمير او پرمختګ ته حكومت خاص اهميت وركوي،  بنيادي اډانې، مواصلات، توان، تعليم، صحت، سياحت او د روزګار موقعې زياتولو ته خاص پام لرنه كوو: وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 10 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د ګلګت بلتستان تعمير و پرمختګ ته حكومت خاص اهميت وركوي ،  بنيادي اډانې ، مواصلات، توان، تعليم، صحت، سياحت او د روزګار موقعو زياتولو ته خاص پام لرنه كوو، دغلته قدرتي وسائل، سياحتي ځايونه او معدني پانګې كارولو سره به ځائې معيشت نور هم قوي كولې شي، ګلګت بلتستان به د پرمختګ ، سوكالۍ او كوټلي …

 

اسلام آباد 10 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د ګلګت بلتستان تعمير و پرمختګ ته حكومت خاص اهميت وركوي ،  بنيادي اډانې ، مواصلات، توان، تعليم، صحت، سياحت او د روزګار موقعو زياتولو ته خاص پام لرنه كوو، دغلته قدرتي وسائل، سياحتي ځايونه او معدني پانګې كارولو سره به ځائې معيشت نور هم قوي كولې شي، ګلګت بلتستان به د پرمختګ ، سوكالۍ او كوټلي استحکام نوي منزلونو ته رسولې شي۔د جمعې په ورځ د پي ايم آفس  ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د مسلم ليګ ن سره تعلق لرونكو د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړو سره خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ ۔ملاقات كښې نائب وزيراعظم /خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ،وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د  وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان اولس عمر له د  پاکستان سره د خپلې مينې، وفادارۍ او قامي يووالي عملي ثبوت وركړې۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان تعمير و پرمختګ ته وفاقي حکومت خاص پام لرنه كوي،سيمه كښې بنيادي اډانه ، مواصلات، توان، تعليم، صحت، سياحت او د روزګار موقعو زياتولو ته به خاص پام لرنه كوو،د سيمي قدرتي وسائل، سياحتي ځايونه او معدني پانګې كارولو سره به ځائې معيشت نور هم قوي كولې شي،ځوانانو له معياري تعليم، عصري فني تربيه او عزت لرونكې روزګار وركولو ته حكومت پام لرنه كوي دغسې چې هغوي قامي پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كړي۔ وزير اعظم ووئيل ګلګت بلتستان كښې څلور دانش سکولونه جوړول وروستي پړاؤ څخه تېرېږي او راروان كال څخه به هغې كښې کلاسز پيل شي،دې سره سره شمسي توان څخه د 100 مېګا واټ بجلۍ پيدا كولو په پروژه كار په تندۍ سره روان دے۔ده ووئيل وفاقي حکومت ګلګت بلتستان كښې د روانو پروژو په وخت بشپړولو له ټول وسائل كاروي۔ وزير اعظم ووئيل اولس ته د پېښو ستونزو حل كولو، ښه طرزِ حکمراني او شفافيت ته وده وركولو له د وفاقي او ځائې قيادت ترمينځه مؤثره رابطې ته اړتيا ده۔ ده غړو ته ووئيل ستاسو تجاويز او سفارشات زمونږ لپاره مهم دي، د ګلګت بلتستان اولسي ښېګړې لپاره به په ګډه كار كوو،ټول غړي دې تعميري کردار ترسره كړي۔ وزير اعظم ووئيل د لوے څښتن په فضل سره زمونږ د ټولو په هڅو ګلګت بلتستان به د پرمختګ،سوكالۍ او كوټلي استحکام نوې منزلونو ته رسولې شي۔ ده د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه كومه به چې د اسمبلۍ غړو د اړخه د عمل وړ تجاويز جاج اخستلو سره رپورټ وړاندې كوي۔ د کمېټۍ په نورو غړو كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د وزير اعظم صلاحكار رانا ثناء شامل دے۔