اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د هغه د بنګله دېش همڅنګ صلاح الدين احمد ليدلي۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، د منځني ختيز په موجوده صورتحال او د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې په دې مهال دواړو وزيرانو د شريكي …
د پاکستان او بنګله دېش د كورنيو چارو وزارتونو ترمنځه ملاقات ، سائبر کرائمز ختمولو او د پوليس تربيه كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د هغه د بنګله دېش همڅنګ صلاح الدين احمد ليدلي۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، د منځني ختيز په موجوده صورتحال او د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې په دې مهال دواړو وزيرانو د شريكي ګټو په بيلو څانګو كښې د مرستي په لا زياتولو اتفاق وكړو۔ په دې موقع پوليس افسرانو له د عصري تربيې په وركولو او د اېکسچېنج پروګرامونو په پېل كولو مهمي خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع دواړو هېوادونو د لويو چيلنجونو ، په خاص توګه د سائبر کرائمز او آن لائن فراډ مخنيوي لپاره د شريكي تګلارې خپلولو او د كار اشتراك زياتولو پرېكړه وكړه۔ ملاقات كښې په ايران امريکا شخړه او د منځني ختيز په مجموعي امنيتي صورتحال هم خبرې اترې وشوې۔ د بنګله دېش د كورنيو چارو وزير سيمه كښې امن لپاره د پاکستان تعميري او مثبت کردار وستائلو۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل وزيراعظم او فيلډ مارشل په سيمه كښې امن لپاره د نه هېرولو وړ كردار ترسره كړې۔









