اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا په كرك ضلع كښې د ترهګرو خلاف په زيات كامياب آپرېشن كولو د كے پي كے پوليس پېشه ور صلاحيتونه ستائلي دي۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د آپرېشن په مهال د 4 خطرناك ترهګرو په وژلو پوليس فورس له مباركي وركړه او د هغوي د مړانې يۍ ستائنه وكړه۔ محسن نقوی …
د كورنيو چارو وفاقي وزير كرك كښې په كامياب آپرېشن پوليس ته پېرزوئنې
اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا په كرك ضلع كښې د ترهګرو خلاف په زيات كامياب آپرېشن كولو د كے پي كے پوليس پېشه ور صلاحيتونه ستائلي دي۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د آپرېشن په مهال د 4 خطرناك ترهګرو په وژلو پوليس فورس له مباركي وركړه او د هغوي د مړانې يۍ ستائنه وكړه۔ محسن نقوی ووئيل د كے پي كے پوليس په وخت كارروائي كولو سره هندي سپانسرډ ترهګر په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړي دي۔ ده په انټېلي جنس بېسډ آپرېشن ټولې ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دا خبره په ډاګه كړه چې زمونږ ټول امنيتي ځواكونه او پوليس د ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لري او د ګران هېواد امن به هېڅكله زيانمن كېدو له وركولے نه شي۔











