پاك بحریه د پاکستان میری ټائم سکیورټی ایجنسۍ په همکاری سره په وخت کارروائي، مشرقي اورماړہ كښې د چپه كيدونكي کارګو دھاؤ څخه د عملے  20 پاکستانیان  په حفاظت سره بچ كړی شول

  پينډۍ 09 جولائي  (اے پي پي) پاك بحریه د پاکستان میری ټائم سکیورټی ایجنسۍ په همکاری سره په وخت کارروائي کولو کښی، مشرقی اورماړہ كښې چپه كيدونكي کارګو دھاؤ څخه د عملی ټول 20 پاکستانی غړي په حفاظت سره بچ كړې دي۔د آئی اېس پی آر د اړڅه جاري  بيان له مخې  کارګو دھاؤ كښې د زياتو اوبو راتللو له امله د هغې د چپه كيدو خطر پيدا شوې …

 

پينډۍ 09 جولائي  (اے پي پي) پاك بحریه د پاکستان میری ټائم سکیورټی ایجنسۍ په همکاری سره په وخت کارروائي کولو کښی، مشرقی اورماړہ كښې چپه كيدونكي کارګو دھاؤ څخه د عملی ټول 20 پاکستانی غړي په حفاظت سره بچ كړې دي۔د آئی اېس پی آر د اړڅه جاري  بيان له مخې  کارګو دھاؤ كښې د زياتو اوبو راتللو له امله د هغې د چپه كيدو خطر پيدا شوې ؤ۔جوائنټ میری ټائم انفارمېشن کوآرډی نېشن سینټر ته ترلاسه شوي امدادی کال نه پس په سمدستي توګه د پاك بحريه بيړۍ پی این اېس حنین او ضروری فضائی وسائل امدادی کارروائی لپاره ولږل۔ریسکیو ډلي پېشه وره پوهي او سمدستي كاروائي په نتيجه كښې ټول 20 كسان په حفاظت سره د راوېستلې شول۔ ریسکیو کړې شوي ټولو كسانو له ضروری طبی آسانۍ وركړې شوي۔دا کامیاب عمليات د پاك بحريه او پاكستان میری ټائم سکیورټی ایجنسۍ د هغه عزم څړګندونه چې په سمندر كښې انسانانو تحفظ باوري كولو او هر وخت سمندری هنګامی صورتحال په ښه ډول مخنيوي لپاره په بشپړه ډول چمتو دي۔

مزید خبریں