مظفرآباد 09 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې " تل دے وي پاكستان" يوازې يوه نعره نا بلكې د ملي وحدت٬ امن، استحکام او د پرمختګ د عزم سمبول دے٬کوهاله څخه تر مظفرآباد عظيم الشان لاريون كښې د اولس سمندر ثابته كړه چې د آزاد کشمير اولس پاکستان سره ځانګړې او تلپاتې مينه لري۔ د دې …
“تل دے وي پاكستان” يوازې يوه نعره نا بلكې د ملي وحدت٬ امن، استحکام او د پرمختګ د عزم سمبول دے:انجينئر امير مقام

مزید خبریں
مظفرآباد 09 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې ” تل دے وي پاكستان” يوازې يوه نعره نا بلكې د ملي وحدت٬ امن، استحکام او د پرمختګ د عزم سمبول دے٬کوهاله څخه تر مظفرآباد عظيم الشان لاريون كښې د اولس سمندر ثابته كړه چې د آزاد کشمير اولس پاکستان سره ځانګړې او تلپاتې مينه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده کوهاله څخه تر مظفرآباد د “تل دے وي پاكستان” په سرخط د تاريخي او عظيم الشان لاريون مشرۍ كولو په مهال په مظفرآباد كښې اولسي اجتماع ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د “پاکستان تل زنده باد” په سرخط عظيم الشان اولسي لاريون کوهاله پل څخه پېل كېدو سره په بېلو لارو راړه مظفرآباد ته ورسېدو۔ په لاريون كښې د زرګونو په شمېر كسانو ګډون وكړو۔ په دې موقع ګډون كوونكو په لاسونو كښې د پاكستان قامي بېرغ او د پارټۍ بېرغ نيولې وو۔ دوي د “پاکستان زنده باد”، “پاک پوځ زنده باد”، “ميا نواز شريف زنده باد”، “وزيراعظم شهباز شريف زنده باد”، ” مريم نواز زنده باد” او د “انجينئر امير مقام زنده باد” نعرې وهلې۔ د مسلم ليګ نون په اولسي اجتماع كښې دمسلم ليګ ن آزاد کشمير صدر شاه غلام قادر، کېپټن (ر) صفدر، پخواني دوهم سپيکر ٬جنرل سيکرټري، د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا څخه مرتضی جاوېد عباسي، اېم اېن اے محسن شاهنواز رانجھا ، سعود چوهدري، اېم پي اے احمد نواز ، اېم پي اے عاصم شير ،پخواني وزير نورين عارف او د ثاقب مجيد راجه پشمول ځائي مشرانو ګډون وكړو۔









