اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد وئيلي دي چې مادر ملت فاطمه جناح په هر سخت پړاٶ كښې د آئين، جمهوريت او اولس د حكمرانۍ حق بېرغ هسك ساتلې۔ د زيارت په ورځ د بي آئي اېس پي لخوا د جاري بيان له مخې د مادر ملت فاطمه جناح د 59م تلين په موقع روبينه خالد وويل چې د …
مادر ملت فاطمه جناح په هر سخت پړاٶ كښې د آئين، جمهوريت او د اولس د حكمرانۍ حق بېرغ هسك ساتلې۔ روبينه خالد

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد وئيلي دي چې مادر ملت فاطمه جناح په هر سخت پړاٶ كښې د آئين، جمهوريت او اولس د حكمرانۍ حق بېرغ هسك ساتلې۔ د زيارت په ورځ د بي آئي اېس پي لخوا د جاري بيان له مخې د مادر ملت فاطمه جناح د 59م تلين په موقع روبينه خالد وويل چې د مادر ملت کردار د مېرمنو خپلواكۍ ، قامي وقار او د اولسي خدمت ځلنده استعاره ده٬ د فاطمه جناح هلې ځلې دا حقيقت رايادوي چې د مضبوط پاکستان بنياد جمهوريت او د آئين رعايت كولو كښې دے۔ دې د مادر ملت فاطمه جناح بخښنې٬ لوړو درجو او د هېواد پرمختګ او استحکام لپاره خصوصي دعا هم وكړه









