نيويارك 09 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي نړۍ چې دا مهال كومو چېلنجونو سره مخ ده ٬ ھغه تر يو هېواد محدود نه دي بلكې كومې پولې نه لري ؛ يو هېواد هم په ځانله د دې مخه نيولې نه شي۔ د ملګرو ملتونو د پوليس مشرانو سمټ (يو اېن سي او پي اېس) ته خپل تاريخي او كليدي وېنا كښې …
د نړيوالو چېلنجونو مخنيوې په ځانله كېدې نه شي ، له پولې پورې غاړه جرائم ختمولو له فوري رابطو او د ټېكنالوجۍ همكارۍ ته اړتيا ده: محسن نقوي
نيويارك 09 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي نړۍ چې دا مهال كومو چېلنجونو سره مخ ده ٬ ھغه تر يو هېواد محدود نه دي بلكې كومې پولې نه لري ؛ يو هېواد هم په ځانله د دې مخه نيولې نه شي۔ د ملګرو ملتونو د پوليس مشرانو سمټ (يو اېن سي او پي اېس) ته خپل تاريخي او كليدي وېنا كښې ده په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې٬ ترهګري ، منظم جرائم او د سائبر کرائمز خاتمې لپاره نړيواله مرسته، شريك باور او د معلوماتو تبادله اوس د وړاندې نه زياته ضروري شوې ده٬ د ملګرو ملتونو د نيويارك په صدر دفتر كښې د لوړې كچې په نړيوال فورم كښې د ګردې نړۍ وزيرانو، پوليس چيفس او د شخصياتو هركلي كولو سره داخله وزير محسن نقوي خطبه استقباليه وړاندې كړه۔ ده ووئيل نړۍ چې نن كومو چېلنجونو سره مخ ده، ھغه پولې نه لري ٬ ترهګري، منظم جرائم، سائبر کرائم، نشه اي توكې او بشري قاچاق سره سره د مني لانډرنګ په څېر لعنت څخه د نړۍ هر هېواد ځپلې كېږي٬ يو هېواد د دې خطرو څخه محفوظ نه دے٬ دې لپاره د قانون نافذ كوونكو ادارو ترمېنځه قوي همكاري د وخت اهم ضرورت دے۔ د خپلې وېنا په پايه كښې وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل چې دا سمټ د خپل اولس حفاظت او په ګرده نړۍ كښې امن او سلامتيا مضبوطولو په اړه ډېر خاص او د يو سنګ ميل حېثيت لري











