مظفرآباد 09 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د "پاکستان تل زنده باد" په سرخط عظيم الشان اولسي لاريون کوهاله پل څخه پېل كېدو سره په بېلو لارو مظفرآباد ته رسېدلې، چرته چې د زرګونو خلقو په موجودګۍ كښې يوه تاريخي اولسي جلسه وشوه۔ په لاريون كښې د زرګونو په شمېر كسانو بشپړ ګډون كولو سره …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د “پاکستان تل زنده باد” په سرخط عظيم الشان اولسي لاريون
مظفرآباد 09 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د “پاکستان تل زنده باد” په سرخط عظيم الشان اولسي لاريون کوهاله پل څخه پېل كېدو سره په بېلو لارو مظفرآباد ته رسېدلې، چرته چې د زرګونو خلقو په موجودګۍ كښې يوه تاريخي اولسي جلسه وشوه۔ په لاريون كښې د زرګونو په شمېر كسانو بشپړ ګډون كولو سره ملي جوش، جذبې او پاکستان سره د مينې څرګندونه وكړه۔په کوهاله پل د پاکستان مسلم ليګ (ن) مظفرآباد كانديد ثاقب مجيد راجه په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ن) كاركنانو په لويه كچه د وفاقي وزير ٬ د پارټۍ د مشرانو او نورو مېلمنو تود هركلے وكړو۔ په دې موقع ګډون كوونكو په لاسونو كښې د پاكستان قامي بېرغ او د پارټۍ بېرغ نيولې و او د دې نه وروسته يوه لويه قافله مظفرآباد پلو روانه شوه۔ دوي د “پاکستان زنده باد”، “پاک پوځ زنده باد”، “ميا نواز شريف زنده باد”، “وزيراعظم شهباز شريف زنده باد”، ” مريم نواز زنده باد” او د “انجينئر امير مقام زنده باد” نعرې پورته كولې










