پاکستان كښې عصري ټيکنالوجۍ، صنعتي څانګه او په خاص اقتصادي زونز كښې د غير ملکي سرمايه کارۍ موقعې تندۍ سره زياتېږي: وفاقي وزير قيصر احمد شېخ

  اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سرمايه کارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ وئيلي دي پاکستان كښې په عصري ټيکنالوجۍ، صنعتي څانګه او په خاص اقتصادي زونز كښې د غير ملکي سرمايه کارۍ موقعې تندۍ سره زياتېږي٬ نړيوال سرمايه كار د پاکستان په رامخې ته كېدونكي معاشي صلاحيت د باور څرګندونه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د برتانيه چين فنډ د لوړې كچې پلاوي سره وكړې كوم …

 

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سرمايه کارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ وئيلي دي پاکستان كښې په عصري ټيکنالوجۍ، صنعتي څانګه او په خاص اقتصادي زونز كښې د غير ملکي سرمايه کارۍ موقعې تندۍ سره زياتېږي٬ نړيوال سرمايه كار د پاکستان په رامخې ته كېدونكي معاشي صلاحيت د باور څرګندونه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د برتانيه چين فنډ د لوړې كچې پلاوي سره وكړې كوم چې دوي سره ملاقات كولو٬ د ملاقات په مهال سرمايه کارۍ، عصري ټيکنالوجۍ ته وده وركولو او صنعتي مرستې سره په اړوندو بېلو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع پلاوي پاکستان كښې ټېکنالوجی پارکس، پاکستان سټیل ملز، لیتھیم ټېکنالوجي، کراچۍ كښې صنعتي سرمايه كارۍ او د مېنوفیکچرنګ په څانګو كښې خوښي ښكاره كړه۔

مزید خبریں