سي پېك د سيمه ايز تړون او معاشي پرمختګ مهم محرك دے: د لنډ مهال صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سيمينار ته خطاب

  اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) لنډ مهال صدر سيد يوسف رضا ګېلاني چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك)د سيمه ايز تړون او معاشي پرمختګ مهم محرك ګرځولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه د تجارت، ټېکنالوجۍ، صفا توان او پارليماني رابطو په څانګو كښې همكارۍ ته د لا ودې وركولو پراخا امكانات شتون لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان چائنا اكنامك اېنډ كلچركونسل …

 

اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) لنډ مهال صدر سيد يوسف رضا ګېلاني چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك)د سيمه ايز تړون او معاشي پرمختګ مهم محرك ګرځولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه د تجارت، ټېکنالوجۍ، صفا توان او پارليماني رابطو په څانګو كښې همكارۍ ته د لا ودې وركولو پراخا امكانات شتون لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان چائنا اكنامك اېنډ كلچركونسل تر اهتمام لاندې  سیمینار ته خطاب كولو كوم چې د چين د كميونسټ پارټۍ د جوړېدو 105مې سالګرې مناسبت سره تابيا كړے شوے و۔ په سيمينار كښې د هېواد مهمو سياسي شخصياتو ٬ پارليماني غړو ٬ سفارتكارانو او پالېسي پوهانو او د چين سفير په شمول د سفارت نورو استازو ګډون وكړو۔ سيمينار ته خطاب كوونكو د چين د صدر شی جن پنګ د پارټۍ جوړولو سره د اړوندې نظريې په نړيوال اهميت او په پاك چين راهدارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سيمينار ته خپل خطاب كښې لنډ مهاله صدر ووئيل پاک۔چین همكاري د دفاع، تجارت، بنیادی اډانې ، تعلیم، صحت او كلتوري تبادلو په شمول بېلو څانګو ته غزېدلې ده۔ده ووئيل د کمیونسټ پارټی آف چائنا په قيادت كښې د چين په زړه پورې پرمختګ د مضبوطو ادارو ٬ د اوږدې مودې منصوبه بندۍ او مؤثره حكمرانۍ اهميت په ډاګه كوي۔ لنډ مهاله صدر د شهید ذوالفقار علی بھټو، چیئرمېن ماؤ زے تنګ او وزیراعظم چو اېن لائی وژن ته پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د چين او پاكستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو بنياد په اېښودلو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده د سيمينار په تابيا كولو منتظمينو او کمیونسټ پارټی آف چائنا او د چين ولس ته د پارټۍ جوړېدو په 105مه سالګرې د زړه له كومي مباركي وركړه۔ سيمينار ته د خېبر پښتوخوا ګورنر فیصل کریم کنډی،  د خېبر پښتونخوا سپيكر سليم سواتي ٬ د چين سفير جينګ زېډونګ او د پاكستان چين اقتصادي او ثقافتي كونسل صدر بايد برهان كاني هم خطاب وكړو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په خپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د دوه حكومتونو نه بلكې د اولسونو رشته ده۔ ده ووئيل پاك چين ملګرتيا وخت تېرېدو سره سره لا مضبوطيږي۔ ده وئيل د چين د عظيم معاشي سفر څخه په زده كړه كول وي۔ په سيمينار كښې د كميونسټ پارټي آف چائنا تاريخ او پرمختګ په ډاګه كولو له دستاوېزي فلم هم وښودلے شو

مزید خبریں