وزيراعظم مالي كال 26-2025  كښې د تېر كال په مقابله كښې د زيات ترسيلات زر په رالېږلو د اوورسيز پاكستانيانو مننه وكړه

  اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د مالي كال 26-2025  په مهال د تېر  مالي كال 25-2024 په مقابله كښې د زيات ترسيلات زر په رالېږلو د اوورسيز پاكستانيانو مننه كولو سره ويلي چې په ترسيلات زر كښې 8.6 فيصده اضافه د سمندر پورې پاکستانيانو د حكومت په پاليسو د باور څرګندونه ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري …

 

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د مالي كال 26-2025  په مهال د تېر  مالي كال 25-2024 په مقابله كښې د زيات ترسيلات زر په رالېږلو د اوورسيز پاكستانيانو مننه كولو سره ويلي چې په ترسيلات زر كښې 8.6 فيصده اضافه د سمندر پورې پاکستانيانو د حكومت په پاليسو د باور څرګندونه ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم مالي 26-2025 كښې د مالي كال 25-2024 په مقابله كښې په زيات ترسيلات زر رالېږلو د اوورسيز پاكستانيانو مننه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل چې په مالي كال 26-2025 كښې اوورسيز پاكستانيانو 41.6 اربه ډالره رالېږلي دي۔ ده ووئيل ترسيلات زر كښې 8.6 فيصده اضافه د سمندر پورې پاکستانيانو د حكومت په پاليسو د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيلسمندر پورې پاكستانيان زمونږ قيمتي سرمايه دي، زما پشمول ټول قام ه په دوي فخر كوي۔ وزيراعظم ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو د خېرښګړې اقدامات د حكومت په وړومبې ترجيحاتو كښې شامل دي