ریاض ۔9جولائی(اے پی پی) سعودی عربستان په كوېت او بحرېن د ايران د بيا بيا بريدونو سخته غندنه كولو سره دا د رياستي خپلواكۍ او نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولې ده۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزارت په خپل بيان كښې ايران د پرله پسې جارحيت د نتيجو ذمه وار وګرځولو او د منطقې سلامتي او استحكام برقرار ساتلو له يۍ ددې خلاف ورزيو په سمدستي توګه …
په بحرېن او كوېت ايراني بريدونه د رياستي خپلواكۍ خلاف ورزي ده : د سعودي عربستان غندنه

مزید خبریں
ریاض ۔9جولائی(اے پی پی) سعودی عربستان په كوېت او بحرېن د ايران د بيا بيا بريدونو سخته غندنه كولو سره دا د رياستي خپلواكۍ او نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولې ده۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزارت په خپل بيان كښې ايران د پرله پسې جارحيت د نتيجو ذمه وار وګرځولو او د منطقې سلامتي او استحكام برقرار ساتلو له يۍ ددې خلاف ورزيو په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه وكړه۔ سعودی عربستان كوېت او بحرېن سره د يووالي څرګندونه كولو سره د خپلواكۍ تحفظ لپاره د پورته كېدونكو ټولو ګامونو ملاتړ تكرار كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې د ايران پاسداران انقلاب فورس ادعا كړې وه چې هغوي د شورو په ورځ په بحرېن او كوېت كښې امريكائي پوځي تنصيبات په نښه كړې وو۔ بلخوا كوېت او بحرېن وئيلي چې زمونږ فضائی دفاعی نظام د دښمن د توغندو او ډرون بريدونو مقابله كوي۔








