پېښور ۔ 09 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات وزير شفیع جان وئيلي دي چې صوبائي حكومت د ’’خېبر پښتونخوا هېلتھ پالېسۍ 2026‘‘ منظوري وركړه۔ د نوې هېلتھ پالېسۍ مقصد هر وګړي ته بې پرې او سپځلې طبي آسانۍ وركول دي۔ ده د زيارت په ورځ په مېډيا جاري بيان كښې وويل د روغتيا په څانګه كښې شفافيت او مؤثره نګراني باوري كولو له به هېلتھ …
صوبائي حكومت د نوې هيلتھ پالېسۍ منظوري وركړه : د خېبر پښتونخوا د اطلاعات وزير

مزید خبریں
پېښور ۔ 09 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات وزير شفیع جان وئيلي دي چې صوبائي حكومت د ’’خېبر پښتونخوا هېلتھ پالېسۍ 2026‘‘ منظوري وركړه۔ د نوې هېلتھ پالېسۍ مقصد هر وګړي ته بې پرې او سپځلې طبي آسانۍ وركول دي۔ ده د زيارت په ورځ په مېډيا جاري بيان كښې وويل د روغتيا په څانګه كښې شفافيت او مؤثره نګراني باوري كولو له به هېلتھ كمېشن لا مضبوطولے شي۔ ده ووئيل د مور بچي آسانۍ زياتول د پالېسۍ برخه ده۔ ده ووئيل د پالېسۍ له مخې به صحت كارډ پلس ته تر او پي ډي پراختيا وركولې شي۔ ده ووئيل په میډیکل ټیچنګ انسټی ټیوشنز كښې به نور اصلاحات كولې شي او د ډاكټرانو ، نرسانو او پېرا مېډيكال سټاف كمي لرې كولو ته به پام ګرځولې شي۔ ده ووئيل د پالیسۍ له مخې به په صحت دشمن مصنوعاتو ټېكس لګولې شي او دا رقم به د روغتيا په منصوبو مصرف كولې شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت موټر وهیکلز آرډیننس او رولز 1965 كښې د ذاتي رجسټرېشن نمبر نظام كښې د بدلون منظوري وركړه۔ ده ووئيل صوبائي حكومت وائلډ لائف ډیپارټمنټ ته انټرنېشنل کرېن فاؤنډېشن سره د اېم او يو لاس ليك كولو اجازه وركړه۔ ده ووئيل د خېبر ضلعې جمرود کمپلېکس كښې اېکسائز پولیس سټېشن جوړولو له د زمكې منتقلۍ منظوري وركړې شوه۔(








