اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د راروانو سفارتي مصروفياتو جاج اغستلو له خارجه سېكترې آمنه بلوچ او د خارجه وزارت نورو اعلی چارواكو سره دلته د يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم ووئيل د پاکستان سیاسی او اقتصادی ګټو ته وده وركولو له بشپړ چمتووالي او مؤثرې رابطه كارۍ ته اړتيا …
د نائب وزير اعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ، د راروانو سفارتي مصروفياتو جاج واغستې شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د راروانو سفارتي مصروفياتو جاج اغستلو له خارجه سېكترې آمنه بلوچ او د خارجه وزارت نورو اعلی چارواكو سره دلته د يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم ووئيل د پاکستان سیاسی او اقتصادی ګټو ته وده وركولو له بشپړ چمتووالي او مؤثرې رابطه كارۍ ته اړتيا ده۔ نائب وزیراعظم اقتصادی سفارت کارۍ، تزویراتی همكارۍ ، کثیر الجهتی مرستې ٬ سيمه ايز استحكام او نړيوال امن لپاره په ثابت قدم ملاتړ د اډانه لرونكې خارجه پالېسۍ حوالې سره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔










