اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او كروشيا ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ٬ آئي ټي ٬ كركيلې او هنرمند افرادي قوت په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركولو كښې د پاكستان خوښي ښكاره كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په ګډ احترام ٬ خېر سګالۍ او د په شريكو ګټو اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د …
د پاكستان او كروشيا ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په ګډ احترام ٬ خېر سګالۍ او په شريكو ګټو اډانه دي: د وزيراعظم شهباز شريف د كروشيا د خارجه او اروپائي چارو وزير سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او كروشيا ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ٬ آئي ټي ٬ كركيلې او هنرمند افرادي قوت په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركولو كښې د پاكستان خوښي ښكاره كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په ګډ احترام ٬ خېر سګالۍ او د په شريكو ګټو اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمهوريه كروشيا د خارجه او اروپائ چارو وزير ډاكټر ګورډن ګرلیچ رېډمېن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستان او كروشيا ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په ګډ احترام ٬ خېر سګالۍ او د په شريكو ګټو اډانه دي۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ٬ آئي ټي ٬ كركيلې او هنرمند افرادي قوت په شمول په بېلو څانو كښې همكارۍ ته وده وركولو كښې د پاكستان خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم د كروشيا صدر زوران مېلانووېچ او وزیراعظم آندرے پلینکووېچ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هغوي ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔ د کروشیا خارجه وزير په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل د اسلام آباد دوره ما لپاره د اعزاز وړ ده۔ ده د سيمه ايز امن په هڅو كښې د پاكستان او د دې د مشرتابه په زړه پورې كردار ستائلو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه ااړيكو ته لا وسعت وركولو كښې د خپل حكومت خوښي ښكاره كړهوكړه۔










