اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د هېواد جوړېدو لپاره د محترمه فاطمه جناح هلې ځلې ، د قائداعظم ؒ په رفاقت كښې د هغې ثابت قدمي او د تحريك پاکستان په مهال د هغې په زړه پوري خدمات به زمونږ د قامي تاريخ برخه وي، محترمه فاطمه جناح د تاريخ په پرېكنده دور كښې د عزم او استقلال يو قوي علامت …
محترمه فاطمه جناح زمونږ د تاريخ پرېكنده دور كښې د عزم و استقلال يو قوي علامت په حېث رامخې ته شوې: د صدر مملکت آصف علي زرداري د محترمه فاطمه جناحؒ 59م تلين په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د هېواد جوړېدو لپاره د محترمه فاطمه جناح هلې ځلې ، د قائداعظم ؒ په رفاقت كښې د هغې ثابت قدمي او د تحريك پاکستان په مهال د هغې په زړه پوري خدمات به زمونږ د قامي تاريخ برخه وي، محترمه فاطمه جناح د تاريخ په پرېكنده دور كښې د عزم او استقلال يو قوي علامت په حېث رامخې ته شوې۔ د محترمه فاطمه جناحؒ 59م تلين په موقع د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې پيغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل نن ټول قام د پاکستان عظيمې، ميړنۍ ، بصيرت لرونكې او مخلص لور ته پيرزوئنې وړاندې كوي،د هېواد جوړېدو لپاره د هغې غير متزلزل هلې ځلې، د قائداعظم په رفاقت كښې د هغې د ثابت قدمۍ او د تحريك پاکستان په مهال د هغې هلي ځلي به زمونږ د تاريخ برخه وي۔صدر مملکت ووئيل هغې په هغه دور كښې د سماجي خنډانو باوجود د نيمي اوچي ميرمني متحرك كړي او هغه ئې د تحريك آزادۍ په يو موثر قوت بدلې كړې ۔د پاکستان جوړيدو نه پس هغه كډوالو په آبادکارۍ او بحالۍ هڅو كښې شامله وه۔د هغې بے مثاله همدردي، عملي قيادت او ثابت قدمۍ د زياتو ستونزو سره مخ ګڼو كورنيو له نوې حوصله او د وقار لرونكې ژوند لاره ښودلي۔ د آئين بر لاسي،د قانون واكمني او د جمهوري اقدارو ودي لپاره د هغې تړون او د آمريت په ضد د هغې غږ نن هم د پاکستاني اولس د لارښودني او حوصله افزائۍ ذريعه ده۔صدر مملکت ووئيل د محترمه فاطمه جناحؒ ميراث مونږ له دا سبق راكوي چې د كوم هم قام حقيقي طاقت د هغوي د اولس اخلاقي حوصله او انصاف، مساوات او آزادۍ اصولو سره په غير متزلزل تړون كښې وي۔نن مونږ د هغې په ياد كښې د دې عزم پخلے كوو چې مونږ به د هغې د جمهوري اقداو او اصولو تحفظ او ودي لپاره هڅي رواني ساتو۔










