بشکیك 08 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري د کرغزستان دورې په مهال د عطا بیئت میموریل کمپلیکس دورہ وكړه۔ده د کرغزستان قامی اتلانو او شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي او د کرغز پارلیمنټ سپیکر ماماطالییف مارلین عبدالرحمٰن ووچ سره ملاقات كښې ئې دوه اړخيزه پارلیمانی، اقتصادي او اولسي رابطو ته ودې وركولو له د عزم څرګندونه وكړه۔د ایوانِ صدر پرېس ونګ جاری شوي …
صدر مملکت آصف علي زرداري کرغزستان كښې د عطا بیئت میموریل کمپلیکس دورہ وكړه٬ د کرغز قامی اتلانو او شهيدانو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
بشکیك 08 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري د کرغزستان دورې په مهال د عطا بیئت میموریل کمپلیکس دورہ وكړه۔ده د کرغزستان قامی اتلانو او شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي او د کرغز پارلیمنټ سپیکر ماماطالییف مارلین عبدالرحمٰن ووچ سره ملاقات كښې ئې دوه اړخيزه پارلیمانی، اقتصادي او اولسي رابطو ته ودې وركولو له د عزم څرګندونه وكړه۔د ایوانِ صدر پرېس ونګ جاری شوي بيان له مخې صدر مملکت چونګ تاش كښې عطا بیئت میموریل کمپلیکس كښې په مرکزی یادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د کرغزستان د آزادۍ هلو ځلو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته ئې د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده د عطا بیئت میموریل میوزیم دورہ وكړه چرته چې د کرغزستان د آزادۍ مزل په اړه د تاریخی نوادرات مشاهدہ يې وكړه۔ده نوموړي کرغز ادیب چنګیز آیتماتوف په یادګار هم حاضری وكړه۔دې څخه وړاندې صدر آصف علی زرداری ته د اسیك کول تمچی په هوائي ميدان کرغز صدر جباروف په مخه ښه اووې ٬ دغسې د بشکیك په مناس انټرنیشنل هوائي ميدان د کرغز پارلیمنټ سپیکر ماماطالییف مارلین عبدالرحمٰن ووچ او کرغزستان كښې د پاکستان سفیر التمش وزیر خان د هغه هركلے وكړو۔ صدرِ مملکت آصف علی زرداري سره د کرغزستان پارلیمنټ سپیکر د پارلماني غړو سره ملاقات وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیمانی مرستې ، دوه اړخيزه تجارت، زمكيزو و فضائی رابطو او په اولسي كچه د رابطو په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د کرغز پارلیمان سپیکر صدر مملکت آصف علی زرداري هركلې كولو سره د پاكستان پخوانۍ ملګرتيا وستائيله او دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو له يې د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع د صدر صلاحكار ډاكټر عاصم حسین، سینیټر سلیم مانډوي والا او د دواړو هېوادونو اعلیٰ چارواكي ههم ملاقات كښې موجود وو۔دې نه پس د کرغز پارلیمنټ سپیکر صدر آصف علی زرداری په درناوي كښې ميلمستيا وركړه۔









