اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په پېښه ټول قام غمجن دے،د هېواد حفاظت او اولسي تحفظ عظیم مشن كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو د پاك پوځ او پولیس مېړني ځوانان د قام حقیقي اتلان دي۔د شورو په ورځ د سماجی رابطې په ویب سائټ ایکس په خپل بيان كښې …
بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په ناوړه پېښه ټول قام غمجن دے۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په پېښه ټول قام غمجن دے،د هېواد حفاظت او اولسي تحفظ عظیم مشن كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو د پاك پوځ او پولیس مېړني ځوانان د قام حقیقي اتلان دي۔د شورو په ورځ د سماجی رابطې په ویب سائټ ایکس په خپل بيان كښې ده ووئيل دښمن او آله کار دې ياد اوساتي چې د پاکستان امن ته د زيان رسولو ټول سازشونه وړاندې هم ناکامه شوي او سباؤن كښې به هم ناكامه كيږي، زمونږ د شهيدانو وينه دا عزم لا قوي كوي چې د ترهه ګرۍ ناسور به د ژرړي څخه ختمولې شي۔ده ووئيل د پاکستان سلامتیا او امن لپاره قام د خپلو امنيتي ادارو سره يو موټے او لوظي دے،د شهيدانو قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له لوړي درجې او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي ۔ ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔










