پېنډۍ 08 جولائي (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دې عزم پخلے كړے دے چې وسله وال ځواكونه به د قام په بشپړ ملاتړ د پراكسي ترهګرو ژالې او د هغوي د سهولت كارو بشپړه خاتمه باوري كوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس …
د پولې پورې غاړې څخه راتلونكې ترهګري به د رياست په بشپړ طاقت چقولې شي٬ وسله وال ځواكونه به د قام په ملاتړ د پراكسي ترهګرو ژالې او د هغوي د سهولت كارو مكمل خاتمه باوري كوي۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير

مزید خبریں
پېنډۍ 08 جولائي (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دې عزم پخلے كړے دے چې وسله وال ځواكونه به د قام په بشپړ ملاتړ د پراكسي ترهګرو ژالې او د هغوي د سهولت كارو بشپړه خاتمه باوري كوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په اسلام آباد كښې د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ (اين ډي يو) دوره كړې چرته چې هغوي د نيشنل سکيورټي اينډ وار کورس فارغ التحصيل افسرانو ته وېنا وكړه ٬ په دې کورس كښې د دريو واړو وسله والو ځوكوانو افسرانو ګډون كولو۔ خپلې وېنا كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د جنګ په بدليدونكي نوعيت رڼا اچولو سره ووئيل د پېچلو تذويراتي چيلنجز په موثره ډول مخنيوي لپاره واضحه ستراتېژك سوچ او اداره جاتي وظيفائي مهارت بنيادي اهميت لري۔ ده د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ په څېر د اعليٰ تعليمي ادارو د کردار ستائنې كولو سره ووئيل دا ادارې د سباٶن عسكري او سول قيادت ته داسې صلاحيتونه وركوي كوم چې هائبرډ، روايتي او د ذيلي روايتي خطرو په بصيرت، اعتماد او عزم سره مقابله وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان امنيتي ځواكونه د جنګ بدلېدونكې نوعيت له مخې خپله لائحه، صلاحيتونو او آپريشنل طريقه کار بيا د سره ترتيب كوي۔ ده ووئيل وسله وال ځواكونه په رياستي سرپرستۍ كښې د كار كوونكو ھغه دښمن انټيلي جنس ايجنسيو د پاکستان غېر مستحكم كولو له د هلو ځلو نه په بشپړه توګه خبر دي٫ د دغې دښمن اېجنسيو په سرپرستۍ كښې كار كوٶنكي ټول نېټ وركس او د پراکسي عناصرو ټولې هڅې به ناكامه كېږي او هغوي ته به د پاكستان كورني امن او معاشي خوشحالۍ ته د زيان رسولو هېچرې اجازه ورنه كړې شي۔ فيلډ مارشل د دې عزم پخلے وكړو چې د پولې پورې غاړې څخه راتلونكې ترهګري به رياست په بشپړ قوت ختموي۔ ده ووئيل وسله وال ځواكونه به د قام په بشپړ ملاتړ د پراكسي ترهګرو ژالې او د هغوي د سهولت كارو بشپړه خاتمه باوري كوي۔ ده ووئيل جنګونه د ميډيا شور و زوږ يا سياسي نعرو څخه نه بلكې په ايمان، اتحاد او نظم و ضبط سره ګټلې كېږي۔ د خپلې وېنا په پائې كښې فيلډ مارشل د جنګ تجربه لرونكو د پاکستان وسله والو ځواكونو په وظيفائي پوهه٬ په لوړو حوصلو او د بشپړ آپريشنل چتوالي د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ ده په فارغ التحصيل افسرانو زور راوړو چې ھغوي په ديانت دارۍ، بے لوث خدمت او وطن سره د غېر متزلزل تړون په څېر اعليٰ اقدار تل مقدم وساتي٬ د دې نه وړاندې نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ ته په رسېدو د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پوهنتون صدر تود هركلے وكړو











