اسلام آباد ۔08 جولائي (اے پي پي) د امرېكې ايران په جنګ بندۍ كښې د پاكستان مهم سفارتي كردار ستائنه روانه ده او د مودي بدتره خارجه پالېسۍ پورې په ڼړيواله كچه مسخرې كېږي ۔ د امرېكې ايران په جنګ بندۍ كښې د پاكستان ثالثۍ او په هند د امرېكې بندېزونو د مودي په خارجه پالېسۍ پوښتنې رامخې ته شوي دي۔د امرېكې جريده فارن پاليسې تر مخه د هند …
د امرېكې ايران په جنګ بندۍ كښې د پاكستان مهم سفارتي كردار٬ د مودي په بدتره خارجه پالېسۍ پورې په نړيواله كچه مسخرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔08 جولائي (اے پي پي) د امرېكې ايران په جنګ بندۍ كښې د پاكستان مهم سفارتي كردار ستائنه روانه ده او د مودي بدتره خارجه پالېسۍ پورې په ڼړيواله كچه مسخرې كېږي ۔ د امرېكې ايران په جنګ بندۍ كښې د پاكستان ثالثۍ او په هند د امرېكې بندېزونو د مودي په خارجه پالېسۍ پوښتنې رامخې ته شوي دي۔د امرېكې جريده فارن پاليسې تر مخه د هند پاليسي سازو د امرېكې په نظر كښې د چين مقابل كشې د هند اهميت ختمېدل په ګوته كوي ۔ د امرېكې تجزيه كار ايډورډ لوس وئېلي دي تر راتلونكو څو لسيزو د هند لپاره د چين برابرتيا ناممكن ده ۔ د امرېكې جريده تر مخه هند د سخت محصولات ٬ ايچ ۔ ١ بي وېزا فيس كښې د زياتوالي او د روسيه څخه د تېلو په اغستو بندېزونو كښې بد ګير شوے دے۔ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ايران جنګ خاتمې لپاره خبرو اترو كښې د پاكستان د ثالث په حېث قبلول د هند لپاره سخت ځواب ؤ٬ د ټرمپ كابينې رويه٬ د امرېكې د پاكستان سره پرله پسې تماس او د آبنائے هرمز بندېدلو د امرېكې هند اړيكو ته نه راګرځدېونكے زيان ورسولو ۔ د مودي پاليسۍ هند په مهم وخت كښې د امرېكې او ايران تر مينځه ثالثۍ ته پرې نه ښودلو او پاكستان دا كردار په ښه ډول تر سره كړو٬ د كشمير په اړه د بهرنۍ ثالثۍ مخالفت د هند د سر زورۍ پاليسي ده۔ د هند تجزيه كونكې ډاكټر هريندر سكهن ووئېل د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په دويم دور كښې په خاص توګه د آپرېشن سندور نه پس هند سختو د امرېكې پالسيو سره مخ دے ۔ د هند سينئر خبريال نيلووياس په مودي ټكونه كولو سره ووئېل په هند كښې د يو كمپرومائز حكومت مشر مودي لخوا د امرېكې خلاف موقف اختيارول څنګه ممكن دے۔










