اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو د اړخه د تيرو درېو ورځو په مهال په کامياب عملياتو كښې د ’’فتنه الهندوستان‘‘54 ترهه ګرو په وژلو د فورسز کارکردګي او بهادري ستائيلي ده۔په خپل يو بيان كښې ده د ځواكونو پېشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره ووئيل د امنيتي ځواكونو په وخت او موثره کارروائي کولو سره د …
په وخت کارروائي كولو سره د هند سپانسرډ ترهه هګرو ناوړه عزائم ناکامه شول ،د شهيدانو د قربانيو عمر له مقروض يوة ۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو د اړخه د تيرو درېو ورځو په مهال په کامياب عملياتو كښې د ’’فتنه الهندوستان‘‘54 ترهه ګرو په وژلو د فورسز کارکردګي او بهادري ستائيلي ده۔په خپل يو بيان كښې ده د ځواكونو پېشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره ووئيل د امنيتي ځواكونو په وخت او موثره کارروائي کولو سره د هند سپانسرډ ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه شول۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په دغه عملياتو كښې د هېواد په خاطر شهيدو شوو 42 ځوانانو او وګړو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل د هېواد دغو ميړنو ځواكونو د خپلو ځانونو په قربانيو وركولو سره د هېواد دفاع وکړه ، شهيدان د ټول قام فخر دے او قام به د هغوي د دغه عظيم قربانيو عمر له مقروض وي۔ ده د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو په قرباني وركولو د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه او د هغوي عظيمو كورنيو حوصلې ته ئې سلام وكړو۔









