د کے پي پريويليجز امينډمنټ بل قانون څخه ماوراء او د مغل شاهي دور يادګار دے، د اختيار ولي خان پرېس کنفرنس

  اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا د اطلاعات چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي خان په صوبائي اسملبۍ كښې اوسنے منظور شوے" پاورز، امينيټيز اينډ پريويليجز امينډمنټ بل" باندې ټكونه كولو سره دا د مغل بادشاهت څخه بدتر او قانون څخه ماوراء ګرځولے دے۔ په اسلام آباد كښې ايم اين اے ډاکټر شائسته جدون سره په ګډه هنګامي پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده …

 

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا د اطلاعات چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي خان په صوبائي اسملبۍ كښې اوسنے منظور شوے” پاورز، امينيټيز اينډ پريويليجز امينډمنټ بل” باندې ټكونه كولو سره دا د مغل بادشاهت څخه بدتر او قانون څخه ماوراء ګرځولے دے۔ په اسلام آباد كښې ايم اين اے ډاکټر شائسته جدون سره په ګډه هنګامي پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د دې متنازع بل د لارې د صوبې وزيرانو، سلاحكارو او پارلماني غړو ته داسې لامحدود اختيارات وركړې شوي دي كوم چې په تاريخ كښې مغل بادشاهانو يا د بهادر شاه ظفر منظور شوي هم نه ٶ۔ ده ووئيل د بل له مخې پارلماني غړو او د هغوي كورنۍ (كور ودانې او ماشومانو) ته تاحيات “بليو پاسپورټ” وركولو منظوري وركړې ده چې واحد مقصد ئې سياسي پناه اخستل او د هېواد نه تېښته اختيارول او بهر هېواد كښې د رياست په ضد پراپيګنډا کول دي٬ د ليګ مشرانو د بل په شقونو د خېرانتيا څرګندونې سره ووئيل اوس د صوبائي اسمبلۍ هر غړي ته د سپريم کورټ، هائي کورټ يا په سيشن کورټ كښې د پيشۍ څخه تاحيات استثنا وركړې شوې ده او د سپيکر د اجازې نه غېر به يوه اداره دوي نشي ګرفتارولې۔ ده زياته كړه چې وړومبے غړو ته د دوو وسلو د لائسونو اجازه وه او اوس د دې قانون له مخې يو غړې ته د  اته کلاشنکوفونو لائسنس لرلو اجازه وركړې شوې  كومه چې په صوبه كښې د وسلې كلتور، قبضه ګرو او د سمګلرز د سرپرستۍ مترادف ده ۔ اختيار ولي خان په پريس کنفرنس كښې موجودو خبريالانو ته ووئيل په دې بل كښې د صحافت په آزادۍ هم تور  لګولے شوے دے۔ د قانون له مخې تر څو چې سپيكر خپله يو تحريك التواء يا  پوښتنه ټيبل نه كړي٬ يو خبريال يا نيوز چينل په دې خبره تبصره يا تجزيه خپرولې نشي٬ د دې نه علاوه صوبائي حکومت ته دا ختيار وركړے شوے دے چې ھغوي د ناخوښه خبريالانو او ميډيا هاٶسز لسټ  په جوړولو به  د هغوي په ايوان كښې داخله بنده كړې شۍ كومه چې د پي ټي آئي د رائے د اظهار آزادۍ د ادعاګانو په خلاف عمل دے۔ اختيار ولي خان ووئيل  په پېښور كښې د درې تاريخي روغتونو نه علاوه په 15 كالو كښې څلورم روغتون جوړ نه كړے شو او په صحت کارډ كښې 80 فيصده کرپشن روان دے ۔ ده نور تور ولګولو چې د تيراه ځپليو بحالۍ لپاره بېلې كړې شوې 4 اربه روپو كښې درې اربه روپۍ صوبائي واكمنو خوړلې دي٬ اختيار ولي خان نيب او ايف آئي اے څخه مطالبه كوړه چې ھغوي  په صوبه كښې د روانو غېر قانوني ګولډ مائننګ، د سكرو د غلا او د فنډز په كرپشن  سمدستي  اېكشن واخلي۔ ده واضحه كړه چې مسلم ليګ (ن) دا ماورائے آئين قانون نه مني او د دې د قامي اسمبلۍ او د قانون د لارې منسوخ كولو نه وروستو به په قلاره كېښني۔

مزید خبریں