شکاګو8جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال پاكستاني نژاد امريكائي كاروباري ورورولۍ ته د پاکستان په معاشي پرمختګ ٬ سرمايه كارۍ ٬ اختراع او په علم د اډانه لرونكي معيشت په تعميير كښې د فعاله ګډون بلنې وركولو سره وئيلي دي په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو له د پاكستان مثبت كردار د نړيوالو سرمايه كارانو باور …
په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې له د پاكستان مثبت كردار د نړيوالو سرمايه كارانو باور زيات كړو: پروفېسر احسن اقبال

مزید خبریں
شکاګو8جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال پاكستاني نژاد امريكائي كاروباري ورورولۍ ته د پاکستان په معاشي پرمختګ ٬ سرمايه كارۍ ٬ اختراع او په علم د اډانه لرونكي معيشت په تعميير كښې د فعاله ګډون بلنې وركولو سره وئيلي دي په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو له د پاكستان مثبت كردار د نړيوالو سرمايه كارانو باور زيات كړے دے او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او نړيوالې همكارۍ نوې موقعې يۍ رامخې ته كړي دي۔ د شورو په ورځ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په شكاګو كښې پاکستانی نژاد امریکائي سرمايه كارانو ٬ صنعت كارانو ٬ كاروباري شخصيات ٬ د ټېكنالوجي پوهانو او مالياتي څانګې سره د تړون لرونكو نوموړو كسانو د اعلی كچې يوې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د فارچیون 500 کمپنیو پخوانو اعلی عهدېدارو ٬ د مصنوعی ځېركتيا څانګې سره تړون لرونكو پوهانو ٬ نوموړو پوهانو او د ژوند بېلو څانګو كښې په زړه پورې خذمات ترسره كوونكو پاکستاني نژاد امریکائي شخصیات ګډون وكړو۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت د سختو بلكې ضروري معاشي اصلاحاتو د لارې هېواد يو وارې بيا د معاشي استحكام په لور روان كړے دے۔ اوس ضرورت د دې خبرې دے چې سمندر پورې پاکستانيان د خپلې سرمايه كارۍ ٬ تجربې ٬ پېشه ور تړون او مهارتونو د لارې د پاكستان په پرمختګ كښی په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ پروفېسر احسن اقبال غونډه كښې ګډون كوونكي د حكومت د قومي معاشي بدلون پروګرام ’’اړان پاکستان‘‘ په اړه خبر كړل۔ ده ووئيل د دې پروګرام لاندې تر كال 2035 پاكستان د يو ټریلین ډالر او تر كال 2047 د درې ټرېلين ډالر معيشت جوړولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د شكاګو دورې په مهال وفاقي وزير د یونیورسټی آف شکاګو بېلو څانګو مشرانو او پوهانو سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل په كومو كښې چې په عوامي پالېسۍ ، سرکاری څانګه كښې په اصلاحات ، تعلیمی نصاب، د بشري وسائلو په پرمختګ او د موسمياتي بدلون په څير مهمو موضوعات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











